CRI Online

د فلسطين وسله والو ډلو په يوه اړخيزه توګه د اوربند اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-14 10:51:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فلسطين د حماس په شمول وسله والو ډلو د نومبر په ۱۳مه نېټه په يوه اړخيزه توګه د اوربند اعلان وکړ او په همدې ورځ يې په غزه کې د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د مصر تر منځګړيتوب لاندې يې موافقه کړې ده چې له اسرائيلو سره اوربند وکړي.که اسرائيل د اوربند تړون مراعات کړي ، دوی به هم اړوند تړون مراعات کړي.

د اسرائيلو د صدراعظم دفتر د نومبر په ۱۳مه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل چې د اسرائيلو امنيتي کابينې په همدې ورځ په يوه غونډه کې د دې هېواد په جنوب کې د امنيتي وضعيت په باب بحثونه وکړل او له دفاعي پوځ څخه يې غوښتنه وکړه چې د اړتيا په حال کې پر غزې باندې بريدونو ته دې دوام ور کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای