د بېجينګ ورځپاڼې د خبر له مخې، د بېجينګ د شمېرنې ادارې په دې وروستيو ورځو کې د اصلاح او ورخلاصون تګلارې د پلی کېدو وروسته د ښار د سياحت د پرمختګ راپور خپور کړ چې د دې راپور سره سم، بهر ته د سياحت بازار په چټک ډول وده او پرمختګ کړی.
په ۱۹ سوه ۹۴يم کال کې، بهر ته د بېجينګ د تلونکو ښاريانو شمېر يوازې سل زره وو، تر ۲۰۰۷ کال پورې، دغه شمېر له يو مليونو څخه هم اوښتی دی. تېر ۲۰۱۷ کال دغه شمېر پنځه مليونه يو لک او پنځلس زرو ته ورسېد چې د ۱۹ سوه ۹۴يم کال په پرتله ۵۰۰ واره زيات شوی دی.
تېر کال فرانسې، ايتاليا، المان او امريکا ته د تلونکو ښاريانو شمېر له دوو لکو څخه هم زيات و. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |