CRI Online

شي جين پينګ د اسيا او ارام سمندر د فضايي همکارۍ سازمان د جوړېدو د لسمې کاليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-14 11:44:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسيا او ارام سمندر د فضايي همکارۍ سازمان د جوړېدو د ۱۰مې کاليزې نمانځغونډه د نومبر په ۱۴ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه .

شي جين پينګ په دغه پيغام کې دې ته اشاره وکړه چې فضا د انسانانو ګډه شتمني ده او د دې څېړل، ورته پرمختګ ورکول او په سوله ييزه توګه ورڅخه استفاده کول د انسانانو ګډه هيله ده. چين پدې دې نظر دی چې بېلابېل هېوادونه دې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي،د مساواتو، او له فضا څخه د سوله ييزې استفادې او جامع پرمختګ پر بنسټ دې ګډې فضايي همکارۍ وکړي . دغه راز فضايي سرچينې دې په مناسب ډول وکاروي او ګټه دې ترې پورته کړي، فضايي چاپيريال دې خوندي وساتي او فضايي چارې دې پرمخ يوسي څو ټولو انسانانو ته ګټې ورسول شي.

شي جين پينګ همدارنګه زياته کړه چې د اسيا او ارام د فضايي همکارۍ سازمان غړو هېوادونو د فضايي علمي څېړنې،د فضايي تخنيکونو د پرمختګ او کارولو په برخو کې نږدې همکارۍ کړې او مثبت رول يې لوبولی دی. چين به په مداومه توګه د دغه سازمان له کارونو څخه ملاتړ وکړي، د ګډو سلامشورو، ګډې استفادې،او شريک توب د اصولو له مخې به د فضايي چارو د پرمختګ او اقتصادي او ټولنيزې ودې لپاره کوښښونه وکړي او د لاښکلې نړۍ د ابادولو لپاره به له خپلې پوهې او مهارتونو څخه کار واخلي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای