CRI Online

شي جين پينګ به د اسيا او ارام سمندر له څو هېوادونو څخه رسمي ليدنې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-14 15:37:47
شي جين پينګ به د اسيا او ارام سمندر له څو هېوادونو څخه رسمي ليدنې وکړي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د نومبر له پنځلسمې نېټې څخه تر يوويشتمې نېټې پورې پاپوا نوې ګينه، بروني او فليپين څخه رسمي ليدنې وکړي. په دې ترڅ کې به شي جين پينګ په پاپوا نوې ګينه کې د اپيک سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په شپږويشتمه غيررسمي غونډه کې ګډون وکړي.

رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۴ کال کې په فيجي کې له ټاپوګانو د جوړ شويو هغو هېوادونو له مشرانو سره چې له چين سره يې ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې، يوه کتنه وکړه او دواړو خواوو پرېکړه وکړه چې خپلمنځي اړيکې، ستراتيژيکو اړيکو ته لوړې کړي. له څلورو کلونو راهيسې د چين او دغو هېوادونو ترمنځ اړيکې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي او په ۲۰۱۷ کال کې د چين او دغو هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت له اووه اعشاريه دوو مليارډو ډالرو څخه اوښتی و. د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير جنګ ځه ګوانګ وويل، د رئيس شي جين پينګ دغه سفر به د چين او اړوندو هېوادونو ترمنځ همکاريزو اړيکو ته نوی او پياوړی حياتي ځواک برابر کړي او پر سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ به فعاله اغېزه وکړي. هغه وويل

((د چين او دغو هېوادونو ترمنځ همکارۍ، د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په چوکاټ کې ترسره شوې، مثلا د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ، د تصديو پانګونې او حکومتي مرستې شوې، له دغو محتوياتو څخه د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ يو د بل ملاتړ ښکاري. د پاملرنې وړ دا چې له دغو هېوادونو سره د چين همکارۍ او ملاتړ د هېڅ درېيم لوري په وړاندې نه دی، چين غواړي له ټاپوګانو څخه د جوړ شويو هېوادونو په خوښه په دې سيمه کې له نورو هېوادونو سره د درېيمې خوا همکارۍ ترسره کړي، د دوامدار پرمختګ د عملي کولو لپاره له دوی سره ريښتينې مرستې وکړي. ))

دا لومړی ځل دی چې د اپيک سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غيررسمي غونډه په پاپوا نوې ګينه کې ترسره کېږي، ګډون کوونکي به له دې غوره فرصت څخه په استفادې سره د ډيجيټلي اقتصاد د هڅولو تر عنوان لاندې د سيمه ييز اقتصاد د يو ځای کېدو، ډيجيټلي اقتصاد، پيوستون او دوامدار پرمختګ په شمول د موضوعاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړي. د چين د بهرنيو چارو د وزير سلاکار جانګ جون وويل:

((موږ هيله لرو چې د دې غونډې ګډون کوونکي به په دغو برخو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي. لومړی، پرانيستی اقتصاد به جوړ کړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختګ سم لوری به وساتي. دوهم، په بېلا بېلو ساحو کې به خپلمنځي همکارۍ پرمخ بوزي او عملي برياليتوب به تر لاسه کړي. درېيم، خپلمنځي همکاريزې اړيکې به ژورې کړي او د اسيا او ارام سمندر د ګډ برخليک ټولنه به جوړه کړي. چين به په رغنده توګه په دې غونډه کې ګډون وکړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ د هڅولو لپاره به ريښتيني عمليات ترسره کړي. ))

رئيس شي جين پينګ به د روانې مياشتې له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې له بروني او فليپين څخه رسمي ليدنې وکړي. د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير کونګ شوان يو وويل، دا دغو دواړو هېوادونو ته د رئيس شي جين پينګ لومړی ځل سفر دی او په نوې زمانه کې د چين او بروني، د چين او فليپين ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت لپاره ستر اهميت لري. هغه وويل:

((سږ کال د چين او بروني ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځمې کاليزې سره برابر دی. د رئيس شي جين پينګ په دغه سفر کې به دواړه مشران د خپلمنځي اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره عالي رتبه طرحه کړي. فليپين هم د چين يو مهم ګاونډی هېواد دی، د سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو مشران د چين او فليپين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره نوی پروګرام جوړ او په بېلا بېلو برخو کې به خپلمنځي همکارۍ لا ژوره کړي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای