CRI Online

لي که چيانګ د کاناډا له صدراعظم سره درېيم ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-14 15:55:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په څوارلسمه نېټه سهار په سينګاپور کې د ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله د مشرانو د يو لړ غونډو په موده کې د کاناډا له صدراعظم جوسټين تروديو سره له روان کال راهيسې درېيم ملاقات وکړ.لي که چيانګ وويل چې چين او کاناډا يو د بل مهم همکاران دي. له روان کال راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو په ثابت ډول پرمختګ موندلی او په بېلا بېلو ساحو کې دوه اړخيزو خبرو اترو او همکاريو هم مثبتې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. مونږ په ټاکلي وخت کې يو له بل سره ملاقات کوو چې له دې څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ ثابتې اړيکې ښکاري. چين غواړي چې له کاناډا سره د متقابل درناوي او مساوات پر بنسټ د خپل منځيو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو د لا پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

تروديو وويل چې د کاناډا او چين ترمنځ اړيکې د ښه کېدو په حال کې ساتل شوې او د دواړو خواوو ترمنځ تماسونه ډېر شوي او د خلکو ترمنځ تبادلې هم زياتې شوې دي. کاناډا غواړي چې له چين سره د ازادې سوداګرۍ تړون په تړاو خبرو اترو ته ادامه ور کړي،د نورو هېوادونو د دريځونو له امله به اغيزمن نه شو او د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پرمخبيولو او د ازادې سوداګرۍ د ساتلو لپاره به خپل صميميت ښودلو ته ادامه ور کړواو په بېلا بېلو برخو کې به خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړو تر څو د دواړو هېوادونو خلک ترې لازياتې ګټې تر لاسه کړي.

دواړو خواوو په سمندري سيمو کې د خځلو او پلاستيکونو له امله د رامنځته شوو مسئلې د حل وفصل په هکله يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای