د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عربي متحده اماراتو د ابوظبي د نفتو دولتي شرکت د نومبر په ۱۳مه نېټه د ايټاليا د اين په نوم له شرکت سره يو تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې د اين شرکت د طبيعي ګازو په تړاو د يوې لويې پروژې ځيني ځانګړي اداري جوازونه تر لاسه کړي.
د ابوظبي د نفتو دولتي شرکت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دې پروژې عمومی ارزښت څو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيږي او پکې درې طبيعي ګاز تولېدونکې سيمې شاملې دي.ياد ايټالوي شرکت د دغې پروژې ۲۵ سلنه ونډې تر لاسه کړې چې د قرارداد د اعتبار وړ موده يې څلوېښت کاله ده.
په دې وروستيو کلونو کې عربي متحده اماراتو د طبيعي ګازو په برخه کې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره هڅې کړې او طبيعي ګاز صادروونکی هېواد ګرځېدلی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |