د چين د شمېرنې ملي ادارې مطبوعاتي وياندې ليو ای هوا د نومبر په ۱۴ مه نېټه وويل، چې د چين د اکتوبر مياشتې د اقتصادي ودې په اړه سردې ښيي چې مهم اقتصادي شاخصونه په مناسب حد کې ساتل شوي، د چين اقتصادي وده ثابته ساتل شوې او د دوامدار ثابت پرمختګ لپاره کافي شرايط هم لري.
سروې ښيي دا هم ښيي چې په اکتوبر کې د چين صنعتي توليدي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۹٪ زيات شوی او د خدمتي چارو د توليد شاخص د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۲٪ زيات شوی.
ليو ای هوا همدارنګه زياته کړه چې چين تر ۱.۳ مليارډ کسانو زيات نفوس ، غټ بازار، ډېرې انساني سرمايې، بشپړ صنعتي سيستم او بنسټيز تاًسيسات لري، دغه راز يو شمېر نور غوره والي هم لري ، مثلاً د پولي تورم او مالي کسر انډول يې نسبتاً ټيټ دی، د حکومت د پور کمه اندازه په مناسب حد کې ده او د اسعارو ذخيرې يې ډېرې دي، نو د عمومي تګلارو د کنترل فضا يې نسبتاً پراخه ښکاري.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |