د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په نيپال کې د اتمې دورې "چين فيسټيوال" د نومبر په ۱۳ مه نېټه د نيپال په پلازمينه کتمدو کې پرانيستل شو. د نيپال ولسمشرې مادان بنداري او د چين د کلتور او سيلانۍ وزير لوه شو ګانګ د دغه فيسټيوال په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.
ياد پرانيستونکي مراسم د کتمدو ښار د نيپال د پوځي کلب په تالار کې ترسره شول او سلګونو مېلمنو او نندارچيانو پکې د چين د بالټ مرکزي پلاوي په زړه پورې نندارې وکتلې.
روان "چين فيسټيوال" د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت، د نيپال د کلتور، سيلانۍ او ملکي هوانوردۍ وزارت او په نيپال کې د چين سفارت په ګډه جوړ کړ. د فيسټيوال په موده کې به د کتمدو درېيم کلتوري فورم، په نوې زمانه کې د چين د کلتوري نوښت نندارتون او داسې نور فعاليتونه هم ترسره شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |