د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د نومبر په ۱۳مه نېټه د عراق د سولې، ثبات او بيارغونې په هکله وينا کې وويل چې نړيواله ټولنه بايد په سياسي لارو چارو د عراق مسئلې پر حل وفصل ټينګار وکړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له عراق څخه ملاتړ ته دې ادامه ور کړي او په دې هېواد کې د اقتصادي او ټولنيزې بيارغونې د پرمخبيولو لپاره دې هڅې وکړي.
نوموړي په همدې ورځ په امنيت شورا کې د عراق مسئلې په هکله يوه غونډه کې وويل چې د عراق سوله، ثبات او بيارغونه په کليدي پړاو کې ده، بايد په سياسي لارو چارو د يادې مسئلې د حل وفصل پر لوري دې ټينګار وشي.
هغه زياته کړه چې چين د عراق مسئلې د سياسي حل وفصل او له ترهګرۍ سره د مبارزې د پرمخبيولو لپاره له ټولو هڅو او کوششونو څخه ملاتړ کوي او د دې هېواد د بيارغونې لپاره به تر خپلې وسې پورې مرستې وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |