د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کمېټې مشر او د ګوند د مرکزي کمېټې د اصلاحاتو د پوره ژورتيا کمېسيون مشر شي جين پينګ د نومبر د ۱۴مې نېټې په ماسپښين د ياد کمېسيون د ۵مې غونډې مشري وکړه او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد د اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰مې کليزې د نمانځنې په وخت کې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړي سوسياليستي مفکورې په لارښوونې سره د اصلاحاتو او ورخلاصون په ستر بهير کې تر لاسه شوې قيمتي تجربې راغونډې کړو، د اصلاحاتو او ورخلاصون پر ستر اهميت او لاسته راوړنو دې پوره پوه شو، څلور نظريې دې پياوړې کړو، پر څلورو برخو دې ځاني باور ټينګ کړو، په دوامداره توګه دې د اصلاحاتو او ورخلاصون بيرغ اوچټ کړو، د عمومي موخې په توګه دې د چين د ځانګړي سوسياليستي نظام بشپړتيا او پرمختګ او د هېواد د اداري سيستم او توان پياوړتيا وټاکو او په نوې زمانه کې دې اصلاحاتو او ورخلاصون ته نوي پرمختګونه ورکړو.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |