پر ځايي وخت د نومبر د ۱۴ مې نېټې په سهار د چين او اسيان د مشرانو ۲۱مه غونډه يعنې د چين او اسيان تر منځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ۱۵مې کلېزې په پار يادونکې غونډه په سينګاپور کې تر سره شوه. په ياده غونډه کې د چين او اسيان د ستراتيژيکو او همکاريزو اړيکو د ۲۰۳۰ کال نقشه تصويب شوه، د ټکنلوژۍ او نوښت په اړه همکارۍ ګډه اعلاميه خپره شوه او ۲۰۱۹ کال د چين او اسيان د رسنيو د تبادلې کال په نوم وټاکل شو. لي که چيانګ په دې غونډې کې وويل چې په اوسنيو حالاتو کې دې د چين او اسيان تر منځ هراړخيزې همکارۍ ژورې شي، په لوړه کې دې د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې جوړې کړي او د چين او اسيان د ګډې برخليک ټولنه دې جوړه کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |