د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ په ځايي وخت د نومبر د ۱۴مې نېټې په ماسپښين د سينګاپور په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دې هېواد له ولسمشرې حليمه يعقوب سره وکتل.
لي که چيانګ وويل، چين او سينګاپور د سمندر په مقابله خوا موقع دی، کلتورونه يې نژدې دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې او همکاري ټينګ بنسټ لري. ۴۰ کلونه مخکې کله چې دنګ شياو پينګ له سينګاپور څخه ليدنه کړې، د دواړو هېوادونو پخوانيو مشرانو د چين او سينګاپور ترمنځ د دوستۍ ځانګړې اړيکې ټينګې کړې دي. له هغې وروسته د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې سينګاپور فعال ګډون کړی دی او دواړو خواوو متقابلې ګټې تر لاسه کړې دي.
حليمه وويل، ۴۰ کلونه مخکې چين د اصلاحات او ورخلاصون بهير پيل کړ او چټک پرمختګ يې موندلی دی چې دغه هېواد او نړۍ ته يې ګټې اړولې دي او د چين او سينګاپور ترمنځ د اړيکو نوې پاڼه هم پرانيستل شوې ده. د دواړو هېوادونو اړيکو او همکاريو دوامدار پرمختګ موندلی دی، د عالي رتبه چارواکو ترمنځ تماسونه زيات شوي دي او په بېلابېلو ډګرونو کې همکاريو ته وده ورکول شوې ده.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |