CRI Online

د چين او استراليا د صدراعظمانو تر منځ ۶م کلنۍ ملاقات تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2018-11-15 09:43:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر د ۱۴ مې نېټې په شپه په سينګاپور کې د ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله د مشرانو د يو لړ غونډو په موده کې د استراليا له صدراعظم سکوټ موريسون سره شپږم کلني ملاقات وکړل.

لي که چيانګ وويل چې چين او استراليا يو د بل مهم همکاران دي. دا د استراليا د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د دواړو صدراعظمانو تر منځ لومړي کلني ملاقات دي. د دواړو خواوو ګډې ګټې د اختلافونو په پرتله زياتې دي او همکارۍ د دواړو هېوادونو لپاره سم انتخاب دی. موږ غواړو له استراليا سره د مساواتو پر بنسټ خبرې اترې وکړو، اختلافونه په ښه توګه حل کړو، چين د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو ته د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړو همکاريو په سترګه ګوري او غواړي د چين او استراليا تر منځ اړيکې په ثابته توګه پرمخ بوزي. دا نه يوازې د دواړو هېوادونو لپاره بلکې د نړۍ لپاره ګټوره ده.

سکوټ موريسون وويل چې استراليا د چين پرمختګ د اسيا او ارام سمندر په سيمه کې تر ټولو سترې لاسته راوړنې ګڼې او د دې هرکلی کوي چې چين په نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو کې فعال رول ولوبوي. د چين سمسورتيا په سيمه کې ښه رول لوبولی او د استراليا په شمول بېلا بېلې هېوادونو له دې سمسورتيا څخه ګټې تر لاسه کړې دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای