د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان خبري رسنيو د نومبر په څوارلسمه نېټه خبر ورکړ چې حکومتي پوځ او طالبانو په دې وروستيو ورځو کې د کندوز، تخار او غزني په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې سره جګړې کړې دي.
د خبر له مخې، د ديارلسمې نېټې په شپه، د حکومتي سرتېرو او وسله والو طالبانو تر منځ په کندوز ولايت کې جګړه رامنځته شوه چې له امله يې لږ تر لږه شپږ وسله وال کسان او يو سرتيری ووژل شول.
طالبانو په څوارلسمه نېټه د تخار ولايت پر څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې دوه پولس ووژل شول او درې ټپيان دي. حکومتي پوځ له غزني ولايت څخه ارزګان ته د غځېدلي سړک پر سر پر طالبانو هوايي بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه شپېته وسله وال کسان ووژل شول. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |