د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو د دفاع وزير اويګدور ليبرمان د نومبر په څوارلسمه نېټه په پارلمان کې د يوې مطبوعاتي غونډې د جوړولو له لارې له دندې د ځان ګوښه کېدو اعلان وکړ.
هغه وويل، له حماس سره د مخالفت لپاره د اسرائيلي حکومت ځواکمن عمليات کافي نه دي. له حماس سره د اوږد مهالي اوربند په باب د صدراعظم بنجيمين نيتانياهو پرېکړه تروريزم ته ځان تسيلمول دي.
د حماس د جهاد په ګډون فلسطيني وسله والو سازمانونو د روانې مياشتې په ديارلسمه نېټه د غزې په سيمه کې د يوې لنډې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دوی د مصر په منځګړيتوب دا منلې چې له اسرائيلو سره اوربند وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |