CRI Online

پوتين: روسيه د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري

cri     (GMT+08:00) 2018-11-15 10:32:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د نومبر په ۱۴مه نېټه وويل، روسيه د متقابل احترام او ګټو پر بنسټ د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو له ټولنې سره د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري.

د کريملين مانۍ په ويبسايټ کې د يوې خپرې شوې اعلاميې له مخې، پوتين په همدې ورځ په سينګاپور کې د روسيې او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د ټولنې ترمنځ د سرمشريزې غونډې په وخت کې وويل، اوس د دواړو خواوو ترمنځ اقتصادي اړيکې د پرمختګ په حال کې دي، دواړه خواوې د صنعت، لوړ تخنيک، انرژۍ او زراعت په ډګرونو کې همکارۍ کوي او د کاري همکاريو طرحه يې پلې کېږي.

سر بيره پر دې، پوتين هم د يادې ټولنې د غړيو هېوادونو سياسي او اقتصادي شخصيتونو ته بلنه ورکړې ده چې په راتلونکې کال د روسيې په ساينټ پيترسبورګ کې په نړيوال اقتصادي فورم او ختيځ اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای