د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند د نومبر په څوارلسمه نېټه په سيkګاپور کې وويل، د دغه هېواد ولسمشر مون جاين او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين په همدې ورځ په سينګاپور کې سره وکتل او په دې ليدنه کې يې د کوريا پر ديموکراتيک ولسي جمهوريت د بنديزونو ځنډولو په ګډون د يو شمېر مسئلو په باب بحثونه وکړل.
دغه وياند وويل، پوټين په دې ليدنه کې وويل، که د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په بهير کې برياليتوب رامنځته شي، اړوندې خواوې دې د ځواب لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. مون جاين له روسيې څخه وغوښتل چې ديموکراتيکه کوريا وهڅوي چې د ذروي وسلو پاکولو لپاره لا مثبت کوښښونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |