CRI Online

د شي جين پينګ مقاله د پاپوانوې ګينې د بېلا بېلو ټولنو لخوا وستايل شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-15 11:09:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په څوارلسمه نېټه له پاپوانوې ګينې څخه د ليدنې مخکې د دغه هېواد د پوست او دولت په ورځپاڼو کې مقاله خپره کړه چې نوم يې دی : د چين او د ارام سمندرګي سيمې د ټاپوګانو هېوادونو تر منځ اړيکې د پرمختګ د نوي بهير په درشل کې دي. دغه مقاله د پاپوانوې ګينې د بېلا بېلو ټولنو لخوا وستايل شوه.

شي جين پينګ په دې مقاله کې وويل چې هغه به په پاپوانوې ګينه کې د ارام سمندرګي سيمې د ټاپوګانو څخه جوړ هغو اتو هېوادونو مشرانو ته چې له چين سره رسمي اړيکې لري، د ملاقات بلنه ورکړي.

د پاپوانوې ګينې د يک شنبې د ثبتولو ورځپاڼې (Sunday Chronicle Newspaper) خبريال پاول ستارزا د دې مقالې له لوستلو وروسته وويل، د چين حکومت په ډېر لنډ مهال کې د پاپوانوې ګينې لپاره زيات بنسټيز تأسيسات جوړ کړي دي. مثلاً، چين د APEC غونډې لپاره په موريسبي بندر کې (Port Moresby) ډېر زيات سړکونه او ودانۍ جوړې کړي. پاپوانوې ګينه له دې څخه ډېره مننه کوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای