CRI Online

لي که چيانګ د نوي زيلاند له صدراعظمې سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-15 11:25:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۴ مې نېټې په ماسپښين په سينګاپور کې د نوي زيلاند له صدراعظمې جاسيندا ارډرن سره وکتل.

لي که چيانګ وويل چې د چين او نوي زيلاند تر منځ اړيکو ثابت پرمختګ کړی، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې او همکارۍ په اوږده موده کې د چين او لويديځو هېوادونوترمنځ د اړيکو او همکاريو د سرلارو په ليکه کې دي. چين غواړي له نوي زيلاند سره د متقابل درناوي او مساواتو پر بنسټ متقابل باور زيات کړي، خپلمنځی همکارۍ ژورې کړي، متقابلې تبادلې ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو او د سيمه ييزې پرمختيا او سمسورتيا لپاره ګټې ورسوي.

لي که چيانګ وويل چې په اوسنيو نړيوالو سياسي او اقتصادي حالاتو کې چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای کوښښونه وکړي، د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو موافقه ليک ژر تر ژره لاسليک کړي او په واقعی فعاليتونو سره څواړخېزه او ازاده سوداګري وساتي.

جاسيندا ارډرن وويل چې نوي زيلاند له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، د دواړو هېوادونو همکارۍ زياتې لاسته راوړنې درلودلې چې ډېرې يې پخوانه وې او دا دواړو خواوو او د سيمه ييزې سمسورتيا لپاره ګټور دي. په اوسنيو حالاتو کې نوي زيلاند غواړي له چين سره فعاله تګلاره پلې کړي، له چين سره د يو کمربند او يوې لارې په برخه کې همکاري وکړي، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزې همکارۍ ټينګې کړي تر څو د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ برياليتوبونه تر لاسه شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای