د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړۍ وزيرې تيريسا مې د نومبر په ۱۴مه نېټه وويل، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون، چې د بريتانيا او اروپايي ټولنې لخوا منل شوی دی، د دغه هېواد د کابينې د غړو له خوا يې ملاتړ شوی دی، دا له دې ټولنې څخه د وتلو په بهير کې يو ډېر مهم ګام دی.
تيريسا مې د کابينې تر ۵ ساعتو غونډې وروسته يادې خبرې وکړې. هغې وويل، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په بهير کې لا ستونزه شته، خو باور لري چې د کابينې دغه پرېکړه د دغه هېواد له بشپړې ګټې سره سمون لري.
نوموړي وويل، کابينې په دې اړه له سخت بحث وروسته، ويلي چې دغه تړون د بريتانيا او اروپايي ټولنې ترمنځ تر ټولو ښه تړون دی. هغه به د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه د ستازو جرګې په ناسته کې د اړوندو مسئلو په اړه توضيح ورکړي.
بريتانيا او اروپايي ټولنې د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه له دې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو د تړون په اړه موافقه کړې ده. د رسنيو په اند له يو کال راهيسې دا د دواړو خواوو مهم لوی برياليتوب دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |