CRI Online

لي که چيانګ د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو موافقه ليک په اړه په دوهمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-15 14:52:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۴ مې نېټې په ماسپښين د سينګاپور د نندارتون په مرکز کې د سيمه ييزو هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو موافقه ليک يعنې رسېپ په اړه په دوهمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ. د اسيان لسو هېوادونو مشرانو او د کوريا جمهوريت، جاپان، استراليا، نوي زيلاند او هند مشرانو هم په دې غونډه کې ګډون وکړ.

لي که چيانګ وويل چې موږ يو کال مخکې په مانيلا کې د رسېپ د لومړۍ دورې سرمشريزه غونډه تر سره کړه. له تېر يو کل راهيسې د اسيان په مشرۍ بېلا بېلو هېوادونو د کار سرعت پرمخ بيولی او د خبرو اترو دندو د بشپړېدو انډول د تېر کال له ۵۰ سلنې څخه د روان کال ۸۰ سلنې ته لوړ شوی دی. موږ بايد کوښښ وکړو تر څو په راتلونکې کال کې ياد موافقه ليک لاسليک کړو، د سوداګريزې ازادۍ او اسانتيا کچې لوړ کړو، له سيمه ييز اقتصاد سره د يو ځای کېدو بهېر پياوړی کړو او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوو.

د غونډې ګډونوالو په يوه خوله وويل چې په اوسنيو حالاتو کې د نړيوال کېدو پرضد مفکوره او د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنه پراخه شوې. بېلا بېلې خواوې بايد کوښښونه وکړي، چې له اقتصاد سره د يو ځای کېدو بهېر پرمخ بوزي او بايد د مالتيلاترليزم او قاعدو پر بنسټ د تجارت څواړخېز ميکانيزم پياوړی کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای