د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د نومبر په پنځلسمه نېټه د شينجيانګ د کلتور د ساتنې او پرمختګ سپين کتاب خپور کړ.
په دې سپين کتاب کې ويل شوي چې شينجيانګ له لرغونې زمانې څخه تر اوسه پورې د ډول ډول قومي کلتورونو د يو ځای کېدو ډګر پاتې شوی. د چين د ولسي جمهوريت له ټينګېدو وروسته، د چين حکومت د قومي کلتورونو انکشاف او ساتنې ته ډېر زيات اهميت ورکړ او د بېلا بېلو قومونو پر وګړو يې غږ وکړ چې يو د بل ژبې زده کړي. د چين حکومت د بېلا بېلو قومونو تر منځ تګ راتګ هڅوي، د مذهبي عقيدو د ازادۍ درناوی کوي، کلتوري چارې او مسلکونه او د قومي کولتور د عصري کېدو بهير پرمخ وړي، له بهرنيو هېوادونو سره يې کلتوري تګ راتګ زيات کړی او په دې جريان کې يې پر ځان کلتوري باور پياوړی کړی.
نن، د چين ملت د دولت رئيس شي جين پينګ په مرکز د ګوند د مرکزي کميټې په مشرۍ د پرمختګ نوي بهير ته ورسېد. د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړي دې خپله نوې کلتوري دنده پر غاړه واخلي او د کلتوري پرمختګ په جريان کې دې لا وده او پرمختګ وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |