د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د برون پوهنتون د نومبر په څوارلسمه نېټه د يوه څيړنيز راپور په خپرولو سره وويل، د ۹.۱۱ پېښې وروسته تر ۲۰۱۹ مالي کال پورې، د امريکا لخوا لګول شوي جنګي لګښت ۹۰۰۰ مليارډو ډالرو ته رسېدلی دی. د اټکل سره سم، تر ۲۰۲۳ کال به دغه لګښت ۸۰۰ مليارډه امريکايي ډالره نور هم زيات شي.
د دې راپور سره سم، د ۹.۱۱ پېښې وروسته تر ۲۰۱۹ کال پورې د امريکا عمومي جنګي لګښت ۵۹۳۰ مليارډه امريکايي ډالره و. له دې جملې څخه د جنګ لپاره مستقيم لګښت کابو ۲۰۰۰ مليارډه امريکايي ډالره و. د جنګ له امله د ۹۱۸ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت دفاعي بودجه زياته شوې ده، د زړو سرتېرو طبي لګښت ۳۵۳ مليارډه امريکايي ډالره و، د ترهګريزو بريدونو د مخنيوي په غرض د ۹۲۴ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت لګښت شوي و. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |