CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د ۲۶مې دورې په غير رسمي سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره له بېجينګ څخه وخوځېد

cri     (GMT+08:00) 2018-11-15 16:17:32

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۵مه نېټه په ځانګړې الوتکې کې له بېجينګ څخه وخوځېد او د پاپوا نوې ګينه مشر بوب دادای او صدراعظم پيتر اونېل، د برونی د پاچا حجي حسانال بولکيا او د فليپين د ولسمشر رودريګو دوترتي په بلنه به له دې درېيو هېوادونو څخه رسمي ليدنه وکړي او په پاپوا نوې ګينه کې به د ارام سمندر د ټاپوګانو د هغو هېوادونو له مشرانو سره ليدنه وکړي، چې له چين سره يې سياسی اړيکې ټينګې کړې دي، او د پاپوا نوې ګينه د صدراعظم پيتر اونېل په بلنه به د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکاريو سازمان د ۲۶مې دورې په غير رسمي سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.

له ښاغلي شي جين پينګ سره په دې سفر کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيرو غړی، د مرکزي کمېسيون د منشي دفتر مشر او د مرکزي کمېسيون د دفتر مشر دينګ شوی شيانګ، د مرکزي کمېسيون د سياسي بيرو غړی، د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر مشر يانګ جې چه او د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له شي جين پينګ ملګري دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای