د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۵مه نېټې په سهار په سينګاپور کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ،چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د مشرانو په ۲۱مه غونډه کې ګډون وکړ.د يادې ټولنې د لسو هېوادونو مشرانو،د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين او د جاپان صدراعظم شينزو ابي په ياده غونډه کې ګډون درلود.د سينګاپور صدراعظم لي هسينګ لونګ د يادې غونډې مشري وکړه.
لي که چيانګ په خپله وينا کې وويل چې د اسيا او نړيوال پولي بحران سره د مقابلې په بهير کې د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې بېلا بېلو غړو هېوادونو،چين ،جاپان او د کوريا جمهوريت کليدي رول لوبولی دی .د ځاني سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې د خپرېدو د مخنيوي لپاره دې نوموړي هېوادونه په پر له پسې او ټينګ عزم سره څو اړخيزم او ازاده سوداګري وساتي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |