د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۵مه نېټه په ځانګړو الوتکو کې موريسبي سمندري بندر ته ورسېد او له پاپوا نوې ګيڼې څخه يې په خپل رسمي سفر پيل وکړ.
پر ځايي وخت د ماښام په ۸ بجو او ۵ دقيقو د شي جين پينګ ځانګړې الوتکې د موريسبي سمندري بندر نړيوال هوايي ډګر کې کښته شوې. د پاپوا نوې ګيڼې د مرستيال صدر اعظم چارليس ابېل په مشرۍ يو لړ لوړ پوړو چارواکو د شي جين پينګ هرکلی وکړ.
شي جين پينګ د چيني حکومت او خلکو په استازيتوب د پاپوا نوې ګيڼې حکومت او خلکو ته نيکې هيلې وويلې او څرګنده يې کړه چې پاپوا نوې ګيڼه د ارام سمندر ټاپوګانو هېوادونو په منځ کې يو مهمه اغېزه لرونکی هېواد دی. له ۴۲ کلونو راهيسې چين او پاپوا نوې ګيڼې تل د متقابل درناوي، مساوي چلند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ په اصولو سره خپلمنځي اړيکې پرمخ بيولې دي، نه يوازې دواړو هېوادونو او خلکو ته يې واقعي ګټې رسولې، بلکې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو يوه ښه نمونه ګرځېدلې ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |