CRI Online

د چين صدراعظم لي که چيانګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-11-16 10:31:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ په ځايي وخت د نومبر د ۱۵مې نېټې په ماسپښين د سينګاپور د نندارتون په مرکز کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل.

لومړی لي که چيانګ پوتين ته د چين د دولت د رئيس شي جين پينګ سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې. لي که چيانګ وويل، د چين او روسيې هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې په ښه ډول پرمخ ځي. سږکال د دواړو هېوادونو مشرانو ډېرې بريالۍ ليدنې وکړې او نوې ګډې نظريې يې تر لاسه کړې دي. مخکې د چين او روسيې د مشرانو د ۲۳مې دورې د نوبتي ليدنې له امله په بېلابېلو ډګرونو کې د همکاريو ډېر برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. هيله ده چې دواړه خواوې يادې ګډې نظريې پلې کړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې او همکارۍ پرمختګ ومومي.

پوتين وويل، د روسيې او چين د عالي رتبه چارواکو ترمنځ نوبتي تماس ډېر مهم دی. هيله ده چې د ارجنټاين په پلازمېنه بوينس ايرس کې د شلو هېوادونو ګروپ په سرمشريزه غونډه کې د ګډون په وخت کې له رئيس شي جين پينګ سره يو ځل بيا ليدنه وکړي. پوتين زياته کړه مخکې د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو نوبتي ليدنه بريالې تر سره شوې ده، دواړو خواوو په بېلا بېلو برخو کې همکاريو ته وده ورکړې ده چې د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره يې کلک بنسټ برابر کړی دی. روسيه غواړي له چين سره يادې ګډې نظريې پلې کړي او په عين وخت کې د انرژۍ، هوايي چلند، فضايي چارو، تخنيک، ګډو څېړنو او ديجيتال اقتصاد په برخو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای