د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې د ۳۳مې دورې سرمشريزه غونډه او د ختيځې اسيا د همکاريزو هېوادونو د مشرانو يو لړ غونډې د نومبر په ۱۵مه نېټه په سينګاپور کې پای ته ورسېدلې. څواړخيزې ګډې ګټې د يادو غونډو عمده موضوع وه.
د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد سينګاپور صدراعظم لي حسين لونګ د پای په مراسمو کې وويل، سږکال په دغه ټولنه کې لا نور يووالی او نوښت رامنځته شوي. سينګاپور د دې ټولنې د غړيو هېوادونو او بهرنيو ملګرو له ملاتړ او هڅو څخه مننه کوي.
نوموړي وويل، د دې ټولنې بېلابېل غړي هېوادونه به په دوامدار ډول دغه ټولنه پياوړې کړي، استعداد لرونکي کسان او سرچينې راټول کړي، د خلکو د ژوند سويه لوړه کړي او دغه ټولنه په بېلابېلو برخو کې پرمختګ زغلای شي او په دې برخه کې خلاصه رويه لري.
د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې پر سرمشريزې غونډې سر بيره، د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې د مشرانو ترمنځ غونډه، د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې او چين، جاپان او کوريا د مشرانو ترمنځ غونډه او ختيځې اسيا سرمشريزه غونډه، د RCEP د مشرانو غونډه هم په جلا جلا توګه په سينګاپور کې تر سره شوې دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |