د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اپيک سازمان د وزيرانو په کچه دېرشمه غونډه د نومبر په ۱۵مه نېټه د پاپوا نوې ګينه په پلازمينه موريسبی بندر کې ترسره شوه، په دې غونډه کې ګډون کوونکو د اسيا او ارام سمندر سيمې د ټوليزې پرمختيا او د اقتصاد د يو ځای کېدو د هڅولو په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله بحثونه وکړل.
د دې غونډې رئيس او د پاپوا نوې ګينه د بهرنيو چارو وزير رمبنک پاتو تر غونډې وروسته د ټوليزې پرمختيا پر اصلي رول ټينګار وکړ او و يې ويل، د ډيجټلي نوښت په شمول د نوي حياتي ځواک له لارې د کوچنيو تصديو پرمختګ هڅول به د اپيک سازمان د مشرانو د غيررسمي غونډې په اوونۍ کې مهمه موضوع وي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |