CRI Online

د اپيک سازمان د صنايعو او سوداګرۍ مشورتي شورا د اپيک له غړو څخه غوښتنه وکړه چې د تجارتي اصطکاک د نرمولو لپاره کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-16 11:08:34
د اپيک سازمان د صنايعو او سوداګرۍ مشورتي شورا د اپيک له غړو څخه غوښتنه وکړه چې د تجارتي اصطکاک د نرمولو لپاره کوښښونه وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اپيک سازمان د صنايعو او سوداګرۍ مشورتي شورا د نومبر په ۱۵مه نېټه د اپيک له غړو څخه غوښتنه وکړه چې د تجارتي اصطکاک د نرمولو لپاره کوښښونه وکړي څو اوسنی وضعيت د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنې لوري ته د روانېدو مخنيوی وشي.

يادې شورا په همدې ورځ د اپيک سازمان د غړو مشرانو ته کلنی راپور ورکړ چې پکې يې د تجارتي اصطکاک د کمولو او د ټوليزې پرمختيا د هڅولو لپاره درې وړانديزونه وکړل: لومړی، بايد په دوامداره توګه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان په چوکاټ کې د تجارتي اصطکاک پر حلولو ټينګار وشي. دوهم، بايد په فعاله توګه له ټولنې او تصديو سره همکارۍ ترسره شي او هغه تګلاره په عمده توګه پلې شي چې د منځنۍ او ټيټې کچې عايد لرونکو ډلو ته ګټې رسولی او توليدي موثريت لوړوالی شي. درېيم، د بنسټيزو تاسيساتو په جوړونه کې پانګونې دې زياتې شي او اغېزمن او د باور وړ برانډبد انټرنيټي شبکه دې بشپړه شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای