د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د نومبر په ۱۵مه نېټه وويل چې د سعودي عربستان د خبريال جمال خاشقپي د وژنې په قضيه کې پر ۱۷ ښکېلو کسانو به بنديزونه ولګوي.
د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، په يادو ۱۷ ښکېلو کسانو کې د سعودي عربستان د حکومت عالي رتبه چارواکي سعود القحطانی او د هغه تر لاس لاندې يو بل کس، په استانبول کې د سعودي عربستان عمومي قونسول محمد العطيبي او د سعودي عربستان ۱۴ نور چارواکي شامل دي. د امريکا د اړوندو مقرراتو له مخې، په امريکا کې د بنديز لګول شوي شخصيت پانګه به بنده شي او امريکايي اتباع ورسره معامله نه شي کولی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |