CRI Online

تښتول شوي ۵ ايراني پوځيان په پاکستان کې خوشي شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-16 14:54:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران دولتي تېليويزيون د نومبر په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ، په هغو ايراني پوځي کسانو کې، چې په تېره مياشت د وسله والو لخوا تښتول شوي، ۵ تنه په همدې ورځ په پاکستان کې خوشي شوي دي.

د ايران دولتي تېليويزيون د دغه هېواد د اسلامي انقلابي ګارډ د عمومي قوماندان محمد علي جعفري له قوله وويل، ياد ۵ تنه اوس لا په پاکستان کې دي او څو ورځې وروسته به ايران ته بېرته ولاړشي.

نوموړي وويل چې د تښتول شويو کسانو د خوشي کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای