د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د داخلي مغولستان کورواکې ناحيې په مرکز هوهه هاوته ښار کې د چين د اوسپنيزو لارو شرکت فرعي څانګې د نومبر په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ، د روان کال تر همدې ورځې پورې، د چين او مغولستان ترمنځ د تر ټولو لوی ځمکني بندر يعنې د عرينخوت د اوسپنيزو لارو بندر له لارې د توکو د ليږ راليږ اندازه له 11.4 مليونو ټنو زياته شوې او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۱۶ سلنه زيات شوی. اټکل کېږي چې سږ کال به د تېر کال په پرتله 15 سلنه زياتوالی ومومي.
د حکومتي خبر له مخې، د عرينخوت د اوسپنيزو لارو بندر له لارې د وارداتو او صادراتو د ليږدولو اندازه د مسلسلو پنځو کلونو لپاره هر کال اووه سلنه زياته شوې او په دې جمله کې د چين او اروپا ترمنځ د منظمو اورګاډو د پرانيستلو له کبله د دې ځمکني بندر له لارې د توکو د ليږد راليږد انداې د زياتېدو لپاره قوي ځواک برابر شوی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |