CRI Online

د سعودي څارنوالۍ وغوښتل چې د جمال خاشقچي د وژنې په قضيه کې ښکېل پنځه کسان پر اعدام محکوم شي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-16 15:04:39
د سعودي څارنوالۍ وغوښتل چې د جمال خاشقچي د وژنې په قضيه کې ښکېل پنځه کسان پر اعدام محکوم شي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان څارنوالۍ د نومبر په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وغوښتل چې د سعودي خبريال جمال خاشقچي د وژنې په قضيه کې ښکېل پنځه کسان پر مرګ محکوم شي.

په دې اعلاميه کې راغلي، ياد ارګان مخکې د دې قضيې په اړه ۱۸ تنه نيولي وو او وروسته يې درې تنه نور شکمن مجرمين هم ونيول. ياد ارګان د دغو ۲۱ تنو تر پلټڼې وروسته يوولس شکمن مجرمين تر عدلي تعقيب او پلټنو لاندې نيولي او د خاشقچي د وژلو د حکم ورکوونکو او وژونکو په شمول يې د پنځو تنو په اړه د مرګ حکم غوښتنه محکمې ته وړاندې کړه.

په همدې ورځ ياد ارګان د خاشقچي د مرګ قضيې د پلټنې تازه نتيجه خپره کړه چې دا يې تصديق کړې چې خاشقچي وژل شوی و. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای