د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶مه نېټه په موريسبی بندر کې د پاپوا نوې ګينه له مشر بوب دادای سره وکتل.
شي جين پينګ وويل، دا زما لومړی ځل دی چې له ښکلې پاپوا نوې ګينه څخه ليدنه کوم او دا هم د چين د دولت رئيس لپاره لومړی ځل دی. د دې هېواد د حکومت او خلکو له هرکلي څخه مننه کوم. د چين او پاپوا نوې ګينه ترمنځ تماس لرغونی تاريخ لري. په ۱۹۷۶ کال کې د رسمي سياسي اړيکو له جوړېدو راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې همکارۍ زياتې شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره کلک بنسټ برابر شوی دی.
دادای وويل، له پاپوا نوې ګينه څخه د رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې څخه هرکلی کوم. په تېرو څو کلونو کې دا د پاپوا نوې ګينه لپاره ډېره د خوښۍ وړ پېښه ده. پاپوا نوې ګينه او چين ژورې دوستۍ لري.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |