CRI Online

د بروني بېلا بېلې ټولنې د رئيس شي جين پينګ سفر ته سترګې په لار دي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-16 16:06:21
د بروني بېلا بېلې ټولنې د رئيس شي جين پينګ سفر ته سترګې په لار دي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به ژر له بروني څخه رسمي ليدنه وکړي. د بروني بېلا بېلې ټولنې د شي جين پينګ سفر ته سترګې په لار دي او هيله لري چې دواړه خواوې به خپلمنځي اړيکې لا ټينګې کړي.

د بروني د کلتور، ځوانانو او سپورټ وزير، بريد جنرال امين الدين احسان بن عابدين وويل، د بروني او چين ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري او دغه دوستانه اړيکې د دواړو هېوادونو لپاره ستر اهميت لري او دوام به ولري.

د بروني سوداګرو تل د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ته فعال غبرګون ښودلی. د بروني د چيني سوداګرو ټولنې مشر ليم تيونګ هان وويل، هغه ډېر وياړي چې رئيس شي جين پينګ به بروني ته رسمي سفر وکړي. هغه هيله وښودله چې د بروني خلک او حکومت له دې ګټور فرصت څخه په استفادې سره له بهرنيو سوداګرو سره د تبادلې او همکارۍ چانس تر لاسه کړي. (هيله )

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای