CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د پاپوا نوې ګينه له صدراعظم پيتر اونېل سره يو ځای د بوتوکا ښوونځي په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-16 16:32:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶مه نېټه په موريسبی بندر کې د پاپوا نوې ګينه له صدراعظم پيتر اونېل سره يو ځای د بوتوکا ښوونځي، چې د چين په مرسته جوړ شوی دی، په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

زده کوونکو په چيني او انګليسي ژبه شي جين پينګ او اونېل ته هرکلی وويل. کورس هيئت چيني سندره چې ياسمين نومېږي وويله. شي جين پينګ ډېر خوشحاله و او له زده کوونکو سره يې لاس ورکړ.

د دواړو هېوادونو مشرانو په جلاجلا ډول خپله وينا وکړه. شي جين پينګ وويل، په دې وروستيو کلونو کې چين له پاپوا نوې ګينه سره په کلتوري او تعليمي برخو کې تبادلې او ځايي همکارۍ زياتې کړې دي. بوتوکا ښوونځی د چين د ګوانګ دونګ ولايت او شن جن ښار او د پاپوا نوې ګينه پلازمېنې ترمنځ د دوستانه همکاريو ښه پايله ده. استعداد لرونکي کسان لومړۍ مهمه سرچينه دي. د بوتوکا ښوونځي جوړونه به د پاپوا نوې ګينه لپاره استعداد لرونکي کسان برابر کړي. باور لرم چې د ډېرو استعداد لرونکو کسانو له لارې پاپوا نوې ګينه دوامدار پرمختګ موندلی شي. موږ غواړو چې له پاپوا نوې ګينه سره ژوره دوستي وساتو او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ موندلو لپاره کلک بنسټ برابر کړو.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای