CRI Online

شي جين پينګ د پاپوا نوې ګينه له صدراعظم سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2018-11-16 17:33:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶ مه نېټه په موريسبي بندر کې د پاپوا نوې ګينه له صدراعظم پېټر اونېل سره خبرې اترې وکړې. د دواړو هېوادونو مشرانو په فعاله توګه د چين او پاپوا نوې ګينه تر منځ د دوديزې دوستۍ فعاله ارزونه وکړه، د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختيا نوي نقشه يې جوړه کړه او په يوه خوله يې وويل چې د چين او پاپوا نوې ګينه تر منځ به د مساواتو او ګډ پرمختګ پر بنسټ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې جوړې کړي.

شي جين پينګ وويل چې له تېرو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو تر منځ تګ راتګ ډېر شوی او د دواړو هېوادونو همکاريو سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. چين په ټينګه د پاپوا نوې ګينه د ځانګړې پرمختيايي لارې ملاتړ کوي او د دې ستاينه کوي چې پاپوا نوې ګينه د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي. د دواړو هېوادونو مشراتو د دوه اړخيزو اړيکو د سياسي لاښوونې د پياوړتيا لپاره هوکړه وکړه چې د مساواتو او ګډ پرمختګ پر بنسټ به هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې جوړې کړي.

پېټر اونېل وويل چې پاپوا نوې ګينه به تل د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار وکړي، د يو کمربند او يوې لارې په جوړونې کې به فعاله ګډون وکړي، له چين سره به په بېلا بېلو برخو کې د نظر تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او د ازادې سوداګرې په اړه به ډېر ژر خبرې اترې پيل کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای