CRI Online

د چين او استراليا په اړيکو کې ښه والی راغلی، خو جاري ساتل يې په استراليا پورې اړونديږي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-16 20:44:26

له يوې مودې راهيسې استراليا په پرله پسې توګه چين ته ښه نيت څرګند کړی دی. د استراليا نوي صدراعظم د اسيان د سرمشريزې غونډې پر مهال د چين له صدراعظم لي که چيانګ سره وکتل او په يو لړ موضوعاتو يې خبرې اترې وکړې .

چين له استراليا سره خپلو اړيکو ته پاملرنه کوي او د سکوټ موريسن حکومت چې روان کال په اګست مياشت کې واک ته رسيدلی، د دغو اړيکو د ښه کولو لپاره يو فرصت بولي.

په تېر يو نيم کال کې د چين په اړه د استراليا تګلارې له بدګړو او ښېګڼو څخه ډکې وې چې له امله يې د دواړو هېوادونو د همکارۍ سياسي بنسټ او د ولسي خلکو ملاتړ اغېزمن شوی دی. مثلاً استراليا په لويديځو هېوادونو کې چين تورن کړی چې د نورو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، او د چين په مقابل کې يې د چين د بهرنيو لاسوهنو پرضد قانون جوړ کړی دی. د چين پرضد د استراليا د فيدرالي حکومت له ډول ډول کړنو سره سره د دغه هېواد ايالتي حکومتونو په فعاله توګه له چين سره تماس ساتلی دی. تېره مياشت د استراليا د ويکتوريان ايالت له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې همکارۍ تړون لاسليک کړ. د استراليا د لويديځ ويکتوريان ايالت مشر مارک مکګوان د دې تړون هرکلی وکړ او له چين سره يې د خپلو اړيکو ټينګول مهم کار وباله.

ځيني څېړونکي دې ته اشاره کوي چې د استراليا حکومت اندېښنه لري ، که له خپل لوی سوداګريز همکار چين سره يې اړيکې په دوامداره توګه په رکود کې پاتې شي، نو اقتصاد به يې زيامن شي او د راتلونکي کال د ټولټاکنو لپاره به ګټې ونه لري. نو لازمه ده چې ښې اړيکې ورسره وساتي.

د اقتصادي اړيکو په برخه کې دواړه هيوادونه همکار ملګري دي . چين لوی بازار لري چې وده يې ډېره چټکه ده، استراليا غني کانونه، غوره کرهنيز توليدات ، ښه ښوونيز ارګانونه او سياختي سرچينې لري. هرکال چين ته د استراليا د صادراتو انډول بهرنيو هېوادونو ته د دغه هېواد په ټولو صادراتو کې ۳۰٪ نيسي. ويل کيږي چې استراليا د دواړو هېوادونو له اړيکو څخه ډېرې ګټې ترلاسه کوي.

د بېلګې په توګه،که استراليا د ارام سمندر جنوبي برخه د خپل نفوذ قلمرو ګڼي، نو د دغې سيمې په ټاپوګانونو کې د چین پر پانګونو شک لري او ورڅخه ډاریږي، خو له بلې خوا که دواړه هېوادونه په دغه سيمه کې د ځينو پروژو په برخه کې ګډې همکارۍ وکړي، بيا به ګډې ګټې پيدا کړي.

پدې وروستيو ورځو کې د استراليا د بهرنيو چارو پخواني وزير اليکسندر دونير وويل، اړتیا نشته، چې د چين له پرمختګ څخه وډار شو. که چين د ځان دښمن بولو، نو په اخر کې به دا هیواد په خپله پر یو دښمن بدل کړو

د استراليا د بهرنيو چارو وزيرې د روانې مياشتې په لومړيو کې له چين څخه د رسمي ليدنې پر مهال د چين د نړيوال پرمختګ او همکارۍ پروګرام .... له رئيس سره وکتل او له نوموړي سره یې په خبرو کې څرګنده کړه چې استراليا غواړي د چين له ارګانونو سره ګډې همکارۍ وکړي.

وړاندې د استراليا صدراعظم سکوټ موريسن ويلي و چې د چين پرمختګ ګواښ نه بلکې فرصت دی، استراليا غواړي له چين سره خپلمنځي هراړخيزې ستراتېژيکې اړيکې پياوړې کړي .

هيله ده چې د استراليا دغه نيت د دې هيواد د راتلونکو ټولټاکنو د سياسي هدف لپاره نه، بلکې په رښتيني توګه له چين سره د خپلو اړيکو د پرمختګ لپاره وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای