د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶ مه نېټه په موريسبي بندر کې د پاپوا نوي ګينه د صدراعظم، د ميکرونيسيا ولسمشر، د ساموا له صدراعظم،د وانواتو له صدراعظم،د کوک ايلنډس له صدراعظم، د تونګا له صدراعظم او د نيوي د صدراعظم په شمول د د ارام سمندر د هغو ټاپوګانو هېوادونو له مشرانو سره چې له چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړې دي، او هم د فيجي د حکومت له استازي او دفاع وزير سره ګډه کتنه وکړه او ورسره يې د خپلمنځي اړيکو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. دوی موافقه وکړه چې د متقابل درناوي او ګډې ودې پربنسټ به خپلمنځي هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او خپلمنځي همکاريو ته به هراړخيزه وده ورکړي.
شي جين پينګ د يادې ګډې کتنې مشري او وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې د ارام سمندر له ټاپوګانو هېوادونو سره د چين د اړيکو د پرمختګ په اړه وړانديزونه وکړل او پر دې يې ټينګار وکړ چې ټولې خواوې دې له فرصتونو څخه کار واخلي، راتلونکی دې جوړ کړي او د خپلمنځي اړيکو د پياوړتيا لپاره دې ګډې هڅې وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |