CRI Online

د افغانستان ملي اردو په بېلابېلو ولايتونو کې د طالب وسله والو په وړاندې پوځي عمليات روان کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-17 16:44:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان رسنيو د نومبر په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ، د دغه هېواد حکومتي پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په يو شمېر ولايتونو کې د طالب وسله والو په وړاندې پوځي عمليات تر سره کړ چې لږ تر لږه ۶۹ طالبان وسله وال يې وژلي دي.

د افغانستان د باختر اژانس په همدې ورځ د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله وويل، ياد پوځي عمليات د غزني،کندهار،فراه، هلمند په شمول په ۱۴ ولايتونو کې تر سره شوي دي چې لږ تر لږه ۶۹ طالب وسله وال پکې وژل شوي دي، ۱۵ تنه ټپيان شوي او يو شمېر وسلې او کارتوس تر لاسه شوي دي.

په ياد خبر کې د دغه هېواد د حکومتي پوځ او خلکو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکول.

ځايي رسنيو مخکې د افغانستان د ولسمشر محمداشراف غني له قوله ويلي و، له طالبانو سره د خبرو کولو لپاره حکومت هڅه کوي او غواړي چې له مخکني شرط پرته له طالبانو سره خبرې اترې تر سره کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای