د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا حکومت د نومبر په ۱۷مه نېټه ستيفن بارکلی له اروپايي ټولنې څخه د وتلو چارو د وزير په توګه وټاکه، څو د ګوښه شوي دومينيک راب ځای ونيسي.
د بريتانيا د لومړي وزير ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې بارکلی به د دوه اړخيز حالت لپاره د تيارۍ چارې تر سره کړي چې بريتانيا به د لاسليک شوي تړون سره سم او يا د تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه ووځي.
۴۶ کلن بارکلی له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو ټينګ ملاتړ کوونکی دی او پخوا د بريتانيا د روغتيا او ټولنيز ضمانت وزير و.
دومينيک راب د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په اړه د بريتانيا او اروپايي ټولنې ترمنځ د تړون د مسودې په هکله د نه رضايت له امله له خپلې دندې څخه استعفا وکړه.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |