CRI Online

د امريکا د کارپوهانو په اند، په توپيرونو سر بيره، امريکا او چين په ګده پرمختګ کولی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-17 16:49:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا يو شمېر مشهورو کارپوهانو د نومبر د ۱۵مې نېټې په شپه نيويارک کې وويل، باور لري چې امريکا او چين په ګډه دوه اړخيزې اړيکې درست لوري ته پرمخ بيولی شي.

د نيويارک بې ګټې سازمان د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو دولتي کميټې په کلنۍ مېلمستيا کې د امريکا پخواني خارجه وزير هنري کيسينګر وويل، د امريکا او چين ترمنځ اړيکې په يوه ډېره مهمه مرحله کې دي.

نوموړي وويل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو کليدي ټکی د اقتصادي او تجارتي اصطکاک حل کول نه دي، په نوي نړيوال سياسي چاپيريال کې د دواړو هېوادونو يو له بل سره ښه ګذاره کول او د دوه اړخيزو اړيکو لپاره د يو څرګند تعريف ټاکل دي. له يوې خوا دا بايد ومنل شي چې د دواړو خواوو ترمنځ توپيرونه شته، له بلې خوا پردې بايد پوه شي چې د دواړو خواوو د تګ راتګ هدف سيالي نه ده. هغه وويل، باور لرم چې امريکا او چين داسې کولی شي.

نوموړي وويل، هيله ده چې دواړه هېوادونه نوې اقتصادي او تجارتي اړيکې جوړې کړي او په ګډه ستونزې حل کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای