CRI Online

د بروني ورځپاڼو د چين د دولت رئيس شي جين پينګ يوه مقاله خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-17 16:50:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په ۱۷مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له بروني څخه د رسمي ليدنې په درشل کې د (( بورنيو بوليتين )) او (( سي هوا ډېلي نيوز )) په شمول د دغه هېواد څلورو ورځپاڼو د چين د دولت رئيس يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی (( د چين او بروني ترمنځ د اړيکو د نوې پاڼې اړولو لپاره ګډې هڅې)).

د شي جين پينګ په مقاله کې راغلي چې چين او بروني د سمندر پر غاړو ښه ګاونډيان دي. بروني له لرغونې زمانې راهيسې د ورېښمو د سمندري لارې يوه مهمه برخه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له پنځو کلونو راهيسې خپلمنځي سياسي اعتماد ټينګ شوی، همکارۍ پياوړې شوې او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې متقابل ملاتړ او همغږي زياته شوې ده. د چين او بروني ترمنځ اړيکې ډېرې ښې مرحلې ته داخلې شوې او د لوی او کوچني هېواد ترمنځ د برابرۍ سلوک، ګډو ګټو او ګډ پرمختګ نمونه ګرځېدلې. د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د بروني فعال ځواب او ملاتړ تر لاسه کړی، دواړو خواوو د دغه پېشنهاد او د بروني د ۲۰۳۵ کال ستر پلان ترمنځ د همغږۍ تفاهم ليک لاسليک کړی.

په دغه مقاله کې راغلي چې دواړه هېوادونه بايد سياسي اعتماد لوړ کړي، خپلمنځي رښتينې همکارۍ دې پراخې کړي، کلتوري راکړې ورکړې دې ژورې کړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې دې همکارۍ پياوړې کړي. چين هيله لري چې له بروني سره د څو اړخيزم، نړيوال سوداګريز سيستم او د پرمختيايي هېوادونو د معقولو حقونو او ګټو د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي او د سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای