CRI Online

د چين په مرسته د جنوبي ارام سمندر ټاپوګانو هېوادونه نړيوالې سياسي صحنې ته پورته شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-11-17 18:00:47

د روانې مياشتې په ۱۶مه ڼېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چې له پاپوا نوې ګينې څخه په رسمي ليدنې بوخت دی، په پرت موريسي کې په جلا جلا توګه د ارام سمندر ټاپوګانو د هغو هېوادونو له مشرانو سره وکتل چې له چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړې، د دغو هېوادونو له مشرانو او حکومتي استازو سره يې ډله ييز ملاقات وکړ او د چين او دغو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې، د خپلمنځي اعتماد د ژوروالي، ګډې سمسورتيا، د دوستۍ د ټينګښت او د عدالت او انصاف د ساتلو لپاره د متقابلو مرستو په شمول يې ۴ فقره ييز وړاندې کړ او د چين او د ارام سمندر ټاپوګانو د هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوې زمانه يې پيل کړه.

پر دې اصل په ټينګار کولو سره چې لويو او کوچنيو هېوادونو ته په يوه سترګه ګوري او د هېواد د پرمختيايي لارې په اړه د خلکو د غوره والي درناوی کوي، چين پر خپلې وسې پورې له دغو هېوادونو سره له سياسي شرط پرته مرستې کړې او د دغو هېوادونو په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې يې ګټور رول لوبولی دی.

شي جين پينګ د ارام سمندر ټاپوګانو د هېوادونو له مشرانو او حکومتي استازو سره په ډله ييز ملاقات کې ژمنه وکړه چې چين به په ابتکاري ډول دغو هېوادونو ته بازار پرانيزي، پانګونې به پراخې کړي او له دغو هېوادونو څخه به واردات زيات کړي، هرکلی کوي چې د ټاپوګانو هېوادونه د چين د پرمختګ چټک اورګاډي ته پورته کړي. شي جين پينګ وويل، چين به د ارام سمندر له هېوادونو سره په نړيوالو چارو کې راکړې ورکړې پياوړې کړي، متقابلې مرستې به وکړي او د نړيوال عدالت او انصاف د ساتلو لپاره به ګډې هڅې وکړي.

د ملاقات برخوالو مشرانو باور څرګند کړ چې چين د پرمختيايي پلانونو د پوره کولو، د خلکو د ګټو موندلو او له نړيوالو ننګونو سره د مقابله کولو په برخو کې د ارام سمندر ټاپوګانو د هېوادونو مهم ملګری دی. دوی هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې به فعال ګډون وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای