د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې اژانس د نومبر په ۱۷مه نېټه د ځايي خلکو له قوله وويل، د امريکا تر مشرۍ لاندې د نړيوال اتحاد جنګي الوتکو د سوريې د تيرځور ولايت د هاجين ښارګوټي په شاوخوا څو کليو باندې هوايي بريدونه وکړل. لږ تر لږه ۴۰ ملکيان پکې وژل شوي دي. ډېر ټپيان تر کنډوالو لاندې پاتې دي، خو مرستندويان نه شي کولی چې هلته ورسېږي، نو د مرګ شمېره ښايي زياته شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |