CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې د چين په اړه د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پينس د وينا په هکله د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-11-18 17:02:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د نومبر په اتلسمه نېټه د چين په اړه د امريکا د مرستيال ولسمشر مايک پينس د وينا په هکله د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

خبريال پوښتنه وکړه چې د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پينس د اېپيک د صنعت او سوداګرۍ په سرمشريزه غونډه کې په خپله وينا کې د چين په اړه ځينې خبرې وکړې او و يې ويل چې د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره د چين د مرستو له امله د دغو هېوادونو پر غاړو د پورونو بار دی. چين په دې هکله څه نظر لري؟

هوا چون ينګ په ځواب وويل، چې چين د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ له زياتو هېوادونو سره ښې همکارۍ کړې. چين په دغو همکاريو کې د ګټو پر مناسبو افکارو او صميميت ټينګار کوي او تر خپلې وسې پورې يې د ځايي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره مرستې برابرې کړې. د چين مرستې هيڅ سياسي شرط نه لري او د مرسته منونکو هېوادونو او خلکو د هيلو پوره درناوی کوي. هيڅ پرمختيايي هېوادونه نشته چې له چين سره د همکارۍ له امله د پورونو له ستونزو سره دې مخامخ وي. له چين سره همکارۍ دغو هېوادونو ته د پرمختګ توان لوړوالی او د ځايي خلکو د ژوند ښه والی رسولی دی. نو له چين سره همکارۍ د پراخو پرمختيايي هېوادونو د حکومتونو او خلکو لپاره د هرکلي وړ دي. د دې مسئلې په اړه نړيواله ټولنه په تيره بيا له چين سره همکاري لرونکي پرمختيايي هېوادونه عام افکار لري.

هوا چون ينګ زياته کړه چې نه يوازې ارام سمندر، هندي سمندر بلکې د اتلانتيک سمندر بايد د همکارۍ او ګډو ګټو صحنه وګرځي، نه د سيالۍ او مقابلې ميدان.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای