د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۷مه نېټه په رسمي بلنه د پاپوا نوې ګينې په پلازمېنه پرت موريسي کې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د صنعت او سوداګرۍ په سرمشريزه غونډه کې ګډون او وينا وکړه، چې نوم يې دی په ګډه ښه راتلونکې جوړول. ډېرو شخصيتونو د سينهوا اژانس له خبريالانو سره په مرکو کې وويل، د رئيس شي جين پينګ وينا ډېره د پاملرنې وړ وه، اوسنۍ نړۍ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده، بېلا بېل شته اقتصادونه بايد سره يو ځای ستونزې حل کړي او همکارۍ وکړي.
په چين کې د ارام سمندر د ټاپوګانو فورم د تجارت او پانګونې د کميشنرۍ د سوداګرۍ ځانګړي استازي داويد موريس د شي جين پينګ په ياده وينا کې پر ورخلاصون د ټينګار کولو په اړه ډېر خوشبينه دی. هغه وويل، ورخلاصون او همکاري د جامع او دوامدار پرمختګ لپاره يوازينۍ لاره ده، د همکاريزو اړيکو جوړونه تر مقابلې ښه ده.
د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د صنعت او سوداګرۍ د مشورې شورا غړی او د تايلند د صنعتي ګډې ټولنې مشر سو پان د شي جين پينګ په ياده وينا کې پر ورخلاصون له ټينګار کولو څخه ملاتړ کوي. هغه وويل، د رئيس شي جين پينګ وينا د پاملرنې وړ وه، نه يوازې يې د چين بريالۍ طرحه بيان کړه، بلکې نړۍ ته يې باور ورکړ چې چين به په څواړخيز تجارتي سيستم او خلاص تجارتي چاپيريال ټينګار وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |