CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له بروني څخه رسمي ليدنه پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-18 21:28:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۸مه نېټه د بروني پلازمېنې د سري بګاوان بندر ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه.

شي جين پينګ د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د دغه هېواد حکومت او خلکو ته صميميت ډک سلامونه او نيکې هيلې وويلې. هغه وويل، چين او بروني د سمندر په غاړه سره ګاونډي هېوادونه او د باور وړ ملګري دي، د دواړو خواوو ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي سياسي اړيکو د ټينګېدو راهيسې په دې ۲۷ کلونو کې دواړو خواوو تل يو له بل سره مساوي ګذاره کړې ده، متقابل سياسي اعتماد يې ژور کړی، په بېلا بېلو برخو کې يې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي، د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولې او د دغې سيمې د سولې او سمسورتيا لپاره يې خدمتونه برابر کړي دي. هيله لرم چې د دغې ليدنې له لارې د چين او بروني ترمنځ دوديزې دوستۍ پرمختګ زيات شي، په نوې موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو راتلونکې په ګډه جوړه شي، د دوه اړخيزو دوستانه اړيکو نوې پاڼه پرانيستل شي او د دواړو خواوو خلکو لپاره نور زيات ګټور فرصتونه برابر شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای