CRI Online

د افريقايي ټولنې په ۱۱مه ځانګړې سرمشريزه غونډه کې د افريقايي کمېسيون د اصلاح پرېکړه وشوه

cri     (GMT+08:00) 2018-11-19 09:21:57
د افريقايي ټولنې په ۱۱مه ځانګړې سرمشريزه غونډه کې د افريقايي کمېسيون د اصلاح پرېکړه وشوه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افريقايي ټولنې ۱۱مه دوه ورځنۍ ځانګړې سرمشريزه غونډه د نومبر په ۱۸مه نېټه د اتوپيا په پلازمينه اديسه بابا کې پای ته ورسېده، په دې غونډه کې ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د افريقايي کمېسيون اصلاح ته بايد لومړيتوب ورکول شي.

په دغه سرمشريزه غونډه کې ګډونوالو د افريقايي کمېسيون د اصلاح په اړه بحث وکړ او پرېکړه يې وکړه چې د دې کمېسيون د غړو شمېر دوه کم کړي.

برسيره پر دې، افريقايي ټولنې په دې غونډه کې د سولې ملاتړی صندوق جوړ کړ چې بوديجه يې سل مليونه ډالره ده. د دې ټولنې نوبتي رئيس او د روندا ولسمشر پاول کګمی وويل، د سولې او امنيت هڅول د افريقايي کمېسيون کلي دنده ده، د افريقايي ټولنې د سولې ملاتړي صندوق جوړېدل د دې کمېسيون د سوله ساتونکو عملياتو لپاره د مالي ملاتړ په برخه کې ډېر مهم رول او ځای لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای